کابل چاودنه کښې شپږ کسان مړه او دولس ژوبل شويدى

کابل چاودنه کښې شپږ کسان مړه او دولس ژوبل شويدى

د افغانستان په سرښار کابل کښې چاودنه شوې ،چاودنه خارجه وزارت سره نزدې شوې ،د کابل ولايت پوليسو وياند خالد زدران وائى چې چاودنه کښې شپږ عام تنان مړه او درې امنيتى اهلکارو سره دولس کسان ژوبل شويدى

تفصيلاتو ترمخه د افغانستان په سرښار کابل کښې د خارجه وزارت سره نزدې چاودنه شوې چې پکښې شپږ عام کسان مړه او درې پوليسو اهلکارو سره دولس کسان ژوبل شويدى
وئيلى کيږى چې چاودنه د کابل ښار په يو مهم سيمه کښې شوې ، چاودنې نه پس امنيتى اهلکار د پېښې ځائې ته رسيدلى او پلټنې ئې شروع کړيدى
د پوليسو وياند خالد زدران وائى چې چاودنه ځانمرګى وه او ځانمرګۍ خپل هدف ته رسيدو نه وړاندې وژلې شوېدې
کابل هسپتال کښې ايمرجنسى لګولې شوې او ډاکټران وائى چې هسپتال ته دوه ماشومانو سره دولس ژوبل راوړلې شويدى
د پوليسو وياند وائى چې چاودنه کښې درې امنيتى اهلکار هم ژوبل شويدى