کابل ښار کښې په ايجوکيشن سنټرشوي ځانمرګي بريد کښې په حق رسيدلي کسانو شميره څليريشت ته رسيدلي

کابل ښار کښې په ايجوکيشن سنټرشوي ځانمرګي بريد کښې په حق رسيدلي کسانو شميره څليريشت ته رسيدلي

کابل ښار کښې په ايجوکيشن سنټر شوي ځانمرګي بريد کښې په حق رسيدلي کسانو شميره څليريشت ته رسيدلي ده او شپږ څلويښت نور کسان هسپتالونو کښې زيرعلاج دي،داعش ډلې د دې حملے ذمه واري قبول کړيده بلخوا افغان سيکيورټي فورسز غزني ولايت کښې د برصغير لپاره د القاعده تنظيم نائب مشر ابومحسن المصري وژلي دےافغان داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې کابل ښار کښې تيره ورځ شوي ځانمرګي بريد کښې د مړه شوي کسانو شميره څليريشت ته رسيدلي ده۔بيان ترمخه دې حمله کښې شپږڅلويښت کسان ژوبل شويدي چې دا مهال کابل هسپتال کښې زيرعلاج دي۔ دا چاودنه پل خشک سيمه کښې کوثردانش ايجوکيشن سنټر نه بهر شوي وه او داعش ډلې د دې چاودنه ذمه واري قبول کړيده۔بلخوا د افغانستان استخباراتي ادارے لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې غزني ولايت کښې د سيکيورټي فورسز کارروائيو دوران برصغير لپاره د القاعده تنظيم نائب مشر ابومحسن المصري وژلي شوېدے۔ابومحسن المصري باندې امريکني وګړو د وژنې او ترهه ګر تنظيم سره د مالي مرستو الزامات وو او د امريکې ايف بي آئي مطلوب کسانو په فهرست کښې هم شامل وو