کابل ښار کښې په يو پټرول پمپ کښې اوور لګيدو پېښه کښې لس کسان پحق رسيدلى او څوارلس ژوبل شوى

کابل ښار کښې يو پټرول پمپ کښې اوور لګيدو پيښه کښې لس کسان په حق رسيدلي او څوارلس ژوبل شويدي،اور لوجې د تيلو په درځنونو ټينکرې او نور ګاډي هم سوزيدلي دي

افغان  داخله وزارت ترجمان طارق آرين خبري ادارو ته وئيلي دي چې د کابل په  کاريز مير سيمه کښې بيګاه ناوخته يو پټرول پمپ کښې اوور لګيدو وو په کوم چې د څو ګهنټو کوششونو نه پس قابو موندلي شويدے

د هغه وينا وه چې اوور د تيلو يو ټينکر کښې لګيدلي وو کوم چې ډير زر خور شو او خواؤ شا نور ګاډي او ودانې دې  اوور سوزيدلي دي

دې پيښه کښې لس کسان په حق رسيدلي او څوارلس نور ژوبل شويدي

دغه رنګ اوور لوجې په د تيلو درځنونو ټينکرې او نور ګاډي هم سوزيدلي دي

داخله وزارت د اوور لګيدو پيښې تحقيقات شروع کړيدي،ولې د پيښې شاهدينو افغان خبرې ادارو ته وئيلي دي چې وړومبې د مقناطيسي بم چاودنې لوجې د تيلو يو ټينکر کښې اوور لګيدلي وو او ورستو دغه اوور خواؤ شا ولاړ نورې ټينکرې ته هم خور شوي وو