کابل کښي داعش وسله والو دپرله پسي ځانمرګي چاودنو سره په پوليس مرکزونو حمله کړي

0
619

دافغانستان سرښارکابل کښي داعش وسله والو دپرله پسي ځانمرګي چاودنو سره په پوليس مرکزونو حمله کړي ، ،پيښه کښي دشپږ سکيوړتې فورسز اهلکارانود مړني او شپږ عام اولسي وګړو د ژوبل کيدواطلاعات دي بلخوا داعش ډلي کابل کښي ددي منظم حملو زمه واري قبوله کړي
دافغان چارواکو د خلي ميډيا رپورټس وائي چه سرښار کابل کښي نن ماسپخين وړمبې چاودنه دشت برچي سيمه کښي شوي وئيلي کيږي چه يو خودکش حمله کونکي د يو پوليس سټيشن مخي ته څان په بارودي موداو والوزولو
دافغان وزارت داخله ترجمان نجيب دانش وينا ده چه د چاودني روستو د نامعلومه وسلي والو او افغان سکيرټي فورسز ترمئينځه د فائيرنګ شديد تبادله هم شوي
دويمه چاودنه د سرښار کابل په شهر نو علاقه کښي رپورټ کړي شوي ، وئيلي کيږي چه چاودنه دکابل بينک دمرکزي دفتر مخي ته شوي
دکورنيو چاروترجمان وائي چه دوه ترهه ګر پوليس سټيشن ته دننوتو په کوشش کښي په موقع وژلي شوي، بلخواځني زرائع وائي چه دډزو تبادله کښي د افغان سکيورټي فورسز شپږ ځوانان هم په حق رسيدلي
وئيلي کيږي چه دافغان سکيورټي فورسز او وسله والوترمئينځه داوږدي مقابلي روسته دغه منظم حمله ناکامه کړي شوه
بلخوا دولت اسلامي يا داعش ډلي کابل کښي د حملو زمه واري قبوله کړي ، د ګروپ لخوا په يو ويب پانړه خپور شوي بيان کښي د داعش ترجمان وائي چي سرښار کابل کښي دا منظم حمله دتنظيم خراسان ګروپ ترسره کړي