کابل کښي په يو تعليمي مرکز سرتيره حملي زمه واري دولت اسلاميه ياداعش ډلي قبوله کړي

0
10

دافغانستان سرښار کابل کښي په يو تعليمي مرکز سرتيره حملي زمه واري دولت اسلاميه ياداعش ډلي قبوله کړي، حمله کښې دمړه شوي کسانوشميره اته څلويښت ته رسيدلي ، بلخوا سرښار کابل کښي داستخباراتي اداري په تربيتي مرکز باندي هم حمله شوي
دسرښار کابل په شعيه اکثريتي علاقه کښي تيره ورځ په يو تعليمي مرکز هغه وخت ځان وژونکي حمله اوشوه کله چه دغلته ګڼ شمير ځوانان يونيورسټۍ کښي د داخلي لپاره امتحانات کښي مصروف وو
د افغانستان دوزارت صحت چارواک وائي چه پيښه کښي اووه شپيته طالبعلمان ژوبل شوي هم دي
دولت اسلاميه ياداعش ډلي د کابل تعليمي مرکز سرتيره حملي زمه واري قبوله کړي
بلخوا کابل کښي نن سحر دانټيلي جنس اداري په يوتربيتي سنټر باندي هم حمله شوي ، وئيلي کيږي چه د حملي روستود وسله والو او امنيتي اهلکارو ترمئينځه د انښتو سلسله جاري ده