کابل کښې آرمي چيف جنرل باجوه د صدر اشرف غني او عبد الله عبد الله سره ملاقاتونه کړي

0
43

د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د کابل دوره کړېده ، د پاک پوځ سرلښکر کابل کښې د افغانستان اولسمشر اشرف غنى ، چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله او د اتحادى ځواکونو مشر جنرل نکولسن سره ملاقاتونه کړى دى

د ائى ايس پى ار لخوا جارى شوې بيانيه کښې وئيلى شوى چې ار مى چيف د کابل يو ورځنې دوره کښې د افغانستان اولسمشر اشرف غنى سره ون ان ون ملاقات کړېدې
د دې وروستو د دواړو هيوادونو د وفدو په کچ مذاکرات شوى چې پکښې افغان اولسمشر او د پوځ سرلښکر جنرل قمرجاويد باجوه هم موجود وو
ارمى چيف د افغان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ليده کاته کړى او په دواړه خيزه چارو ئې د خيالاتو بدلون شوې دې
د پاکستان د پوځ سرلښکر د اتحادى ځواکونو مشر جنرل نيکولسن سره هم ملاقات کړې او د سلامتيا په چارو ئې تفصيلى خبرې شوى دى
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويدباجوه سره وفد کښې خارجه سيکتره تهمينه جنجوعه ، ډى جى ائى ايس ائى اهم موجود وو
د سرچينو ترمخه ملاقاتونو کښې افغان امن عمل ، ترهه ګرۍ ختمون او پاک افغان امن او استحکام په چارو د دواړو هيوادونو مشرانو ګټه ورې خبرې کړيدى