کابل کښې بمى چاودنه کښې شپږ کسان ژوبل شوي

0
87
کابل کښې بمى چاودنه کښې شپږ کسان ژوبل شوي

افغان دارلحکومت کابل کښي بمي چاودنه شوي چه پکښي شپږ کسان ژوبل شوي بلخواپه سرښاردوه راکټي هم داغلي شوي ولي حمله کښې د جاني ځيان پحقله معلومات نه دي ترلاسه شوي
دسرښار کابل په دشت برچي سيمه کښي بمي چاودنه شوي، وئيلي کيږي چه چاودنه د ميګنيټک بم په تيجه کښي شوي چه پکښي شپږ کسان ژوبل شوي
بلخواد افغان پوليس چارواکو دخلي افغان خبري اداري وائي چه د سرښار کابل په پوليس ډسټرکټ کښي دوه راکټي راغورځيدلي دي
پوليس ترجمان حشمت الله ستانکزئي وائي چه دپل چرخي سيمي نه په سرښاردوه راکټي داغلي شوي ولي حمله کښي څه قسمه جاني ځيان نه دے شوي، افغان طالبانو د راکټ حملو زمه واري قبوله کړي
د يادوني وړه ده چه کابل کښي بمي چاودنه او په سرښار راکټي حمله په داڅي وخت شوي چه افغانستان کښي د خپلواکۍ ورځ مانځلي شي