کابل کښې د استخباراتي ادارے په اهلکارو ځانمرګي بريد کښې دولس کسان په حق رسيدلي

0
231

د افغانستان کابل صوبه کښې د استخباراتي ادارے په اهلکارو ځانمرګي بريد شوے،د چاودني په نتيجه کښې لږ تر لږه دولس کسان په حق رسيدلي او نهه نورژوبل شويدي
د افغانستان داخله وزارت وياند نجيب دانش خبري ادارو ته وئيلي دي چې پغمان اولسوالۍ کښې د انټلي جنس ادارے د اهلکارو د ګاډو په قافله بمي چاودنه شوېده
د هغه وينا وه چې چاودنې په نتيجه کښې لږ تر لږه دولس کسان په حق رسيدلي او نهه نورژوبل شويدي
نجيب دانش زياته کړه چې دا چاودنه يو خود کش بمبار کړے او هغه د اين ډي ايس اهلکارو يو ګاډې په نښه کړې وو
د چاودنې ژوبل اهلکار نيزدي هسپتال ته منتقل کړي شوېدي