کابل کښې د بهرنيو چارو وزارت د فتر مخې ته چاودنه شوي،بهر ملکي خبري اداره وائي چې چاودنه کښې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلي،د کابل د پوليسو وياند خالد زدراڼ هم چاودنه تائيدوي،وائي چې مرګ ژوبله لري خو کره شميره ئې نه ده ښودلي
د کابل د پوليسو وياند خالد زدراڼ پخپل ټويټ کښې وئيلي چې د مازيګر په وخت شاوخوا څلور بجے د خارجه وزارت په سړک باندي چاودنه شوي کومه چې د بدقسمتۍ نه مرګ ژوبله لري
په سوشل ميډيا باندې هم د چاودني د ځائے ويډيوز مخې ته راغلي چې پکښې په نظر راځي يو شمير کسان په ژوبل حالت کښې پراتۀ دي
د افغانستان د بهرنيو چاورو وزيرامير خان متقي ورور احمدالله متقي هم د چاودنې په حواله پخپل ټويټ کښې وئيلي چې يو حمله کوونکي کوشش کوؤ چې خارجه وزارت ته ننوځي ولې هلته په امنيت مامورينو نه دے پريښودے چې له وجې ئې هغه ځان ته چاودنه ورکړه،احمد الله متقي وائي چې چونکه چهټي شوي وه نو په دے وجه زياتره کار کوونکي له خپلو دفترو څخه وتلي وو،په دے وجه د مرګ ژوبلې شميره سيوا نه ده