کابل کښې د جناح اسپتال افتتاح اوشوا

کابل کښې د جناح اسپتال افتتاح اوشوا

پاکستان د افغانستان سره کړي يو بله وعده پوره کړه،کابل کښې د جناح اسپتال تعمير مکمل شو، نن د دغه اسپتال افتتاح اوشوا،
افغانستان کښې د انفراسټرکچر بحالۍ په سلسله کښې پاکستان د کابل دشت برجي سيمه کښې د عالمي معيار اسپتال جوړ کړو د کوم چي نن پرانسته اوشوا
دغه اسپتال ته جناح نوم ورکړي شويدې کوم چي په دوه سوا بسترو مشتمل دې او د دي په جوړولو پينځويشت ملين ډالر لګښت راغلې دې
دي اسپتال کښې د علاج تمام سهولتونه به موجود وي او هر قسم بيمارۍ علاج به پکښې کولې شي
د اسپتال پرانسته افغان وزير برائے صحت او پاکستان وزير برائے پارليماني امور کوي
ياده دي وي چي پاکستان لخوا افغانستان کښې انفراسټرکچر بحالۍ سلسله کښې يو بلين ډالر نه سيوا پراجيکټ باندي کار روان دې