کابل کښې د پوليسو سټيشن مخې ته ځانمرګى بريد کښې لس کسان په حق رسيدلى

0
33

د افغانستان سرښار کابل کښې د پوليسو سټيشن مخې ته ځانمرګى بريد شوے چې په نتيجه کښې لس کسان په حق رسيدلى  او شل نور ژوبل شوى دى

د  افغانستان کورنيو چارو نائب وزير ايوب سالنګى په ټوئټر خپل پيغام کښې وئيلى چې دېمزنګ سيمه کښې د پوليسو سټيشن ګيټ مخې ته  ځانمرګى بريد شوېدے
د هغه وينا وه چې چاودنه کښې لس کسان په ځائې مړه او شل ژوبل شوى دى او دا چې مړه او ژوبل کسانو کښې زياتره ملکى وګړى شامل دى
خبرى ايجنسو د پوليسو او پيښې عينى شاهدينو په حواله وئيلى چې ځانمرګى بريدګر دغې ودانۍ ته ننوتل غوښتل ولې کله چې پوليسو د هغه تلاشى اخسته نو هغه ځان والوزولو
د چاودنې ژوبل کسان په فورى توګه نزدې روغتون ته منتقل کړې شول چې پکښې د ځنو حالت مرګونې ښودلے کيږى
طالبانو د دې بريد پړاه په سراخستے او دعوى ئې کړې چې حمله کښې څلويښت پوليس اهلکارو ته مرګ ژوبله اوړيدلے ده