کابل کښې سيکيورټى فورسز د ځانمرګى بريدهڅه شنډه کړى

0
114

د افغانستان سرښار کابل کښې سيکيورټى فورسز د ځانمرګى بريدهڅه شنډه کړى اوحمله کوونکى ئې په ډزو وژلى دے بلخوا غزنى ولايت يو جومات کښې يوؤلس طالبان د خپل مائن په چاودنه کښې وژلى شوى دى
د کابل د پوليسو وياندحشمت الله خبرى ادارو ته وئيلى دى چې شهرنو سيمه کښې د ځانمرګى حملې کوشش ناکامه کړى شوېدے
د هغه وينا وه چې يوخودکش بمبارد وينې ورکولو يو کيمپ په نښه کول غوښتل ولې سيکيورټى اهلکارو هغه خپل هدف ته رسيدو نه مخکښې په ډزو وژلى دے
حشمت الله زياته کړه چې چاودنې له وجے صرف حمله کوونکى وژلى شوے ولې بل چاته پکښې ځانى زيان نه دې رسيدلے
بلخوا غزنى ولايت کښې په طالبانو خپل مائن چاوديدو پيښه کښې يوولس جنګيالى وژلى شوى دى
د خوست ملى اُردو دفتر لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې دا چاودنه اندړ اولسوالۍ کښې د يو جومات دننه شوېده
بيان کښې زياته کړى شوى ده چې دغې جومات کښې راغونډ شوى وسله والو مائن تيارولو چې پرې چاودنه شوى او يوؤلس جنګيالى پکښې وژلى شوى دى