کابل کښې نامعلومه وسله والو درې بهر ملکي وګړي تختولو نه پس وژلي

0
53
کابل کښې نامعلومه وسله والو درې بهر ملکي وګړي تختولو نه پس وژلي

کابل ښار کښې نامعلومه کسانو درې بهرملکى وګړى د تښتولو وروستو وژلى دى،د وژلى شوى کسانو تعلق د بهارت،ملائشياء او مقدونيا سره دے او دوى د خوراک نړې والې کمپنۍ کښې کار کولو

د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزئۍ خبرى ادارو ته وئيلى دى چې سيکيورټى فورسز ته د کابل په موسهى سيمه کښې د درې بهرملکى وګړو جسدونه ملاؤ شوى دى
د هغه وينا وه چې د دې کسانو تعلق بهارت،مقدونيا او ملائشياء سره دې
حشمت ستانکزئۍ زياته کړه چې دا درې واړه کسان د خوراک يو نړې والې کمپنۍ اهلکار وو او دوى د کابل انډسټريل ايريا نه نامعلومه کسانو اغوا کړى وو
د داخله وزارت وياند نصرت رحيمى لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې د دې کسانو مړى يو ګاډى کښې پراته وو او دا چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دى