کابل کښې پاکستاني ناظم الامور باندې ډزو کښې ککړ ملزم نيولې شويدې

کابل کښې پاکستاني ناظم الامور باندې ډزو کښې ککړ ملزم نيولې شويدې ،سفارتي ذرائعو وئيلي چې نيولې شوې ملزم پاکستاني سفارتخانې سره نزدې عمارت په اتم منزل باندې اوسيدو،ملزم په اتم منزل درې کمرو کښې آئي اي ډيز خواره کړې وو، ذرائعو ترمخه افغان سيکيورټي چارواکو دغه منزل باندې چهاپه وهلې او ملزم ئې نيولې دې،نيولې شوې ملزم د اتم منزل نه پړې په ذريعه راکوزيدو او تيښتې کوشش ئې کولو
سفارتي ذرائع وئيلي چې افغانستان په سرښار کښې دکابل پوليس دپاکستانې سفارتخانے سره نزدي په يو عمارت کښې په اتم منزل چهاپے دوران يو تن نيولے دې افغان سيکيورټي حکام رسيدو سره سمدستي ملزم د پړي په ذرېعه دبلډنګ نه دکوزيدو او تيښتې کوشش کولو ولې پوليس ملزم ګرفتارکړې دې ،سفارتې ذارئع وئيلي چې ملزم په د خپل کور په درې کمرو کښې بارودي سرګونونه خواره کړي وو سفارتې ذرائع زياته کړې چې د ملزم ولقې نه يو لانګ رينج رائفل نه علاوه اووه څلويښت رائفلز ،سنفائپر او بارودي مواد برآمد شويدي،بلخوا پوليسو ملزم د تفتيش لپاره نامعلومه مقام ته منتقل کړيدے