کابل کښې ځانمرګى بريدونو کښې د دوه جرنيلانو پشمول درى څلويښت کسان په حق رسيدلى

0
69

افغانستان سرښار کابل کښې د دفاع وزارت باندې ځانمرګى بريدونو کښې د دوه جرنيلانو پشمول درى څلويښت کسان په حق رسيدلى او نوى نه سيوا ژوبل شوى دى
افغان وزارت دفاع ترجمان محمد رادمنش خبرى ادارو ته وئيلې دى چې کابل ښار کښې د وزارت ودانۍ ګيټ مخې ته دوه چادونې شوى دى
د هغه وينا وه چې وړومبې چاودنه مراد خانى سيمه کښې شوې او چې کله سيکيورټى فورسز او مقامى کسان د دغې چاودنې ژوبل کسانو سره مرستو لپاره متاثره ځائې ته ورغلل نو دغې دوران ځانمرګى بريدوشو چې له وجې ئې د وزارت دفاع اهلکارو او عام وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د وزارت صحت وياندمحمد اسماعيل له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلې شوى چې دواړو چاودنو کښې څليريشت کسان مړه او يو نوى ژوبل شوى دى ولې سرچينې وائى چې پيښه کښې د مړه شوؤ شميره درى څلويښت ده
په حق رسيدلې کسانو کښې د پوليسو ضلعى مشر سيدزمان او د هغه نائب جنرل عبدالرازق شامل دى ،دغه شان د کابل استخباراتى ادارې مشر مولانا صديق او د صدارتى محل ساتونکې جنرل زمان احمد زئۍ هم دې پيښه کښې په حق رسيدلى دى،افغان خبرى ادارې وائى چې دا چاودنې هغه وخت رامخې ته شوې کله چې د وزارت دفاع اهلکار ډيوټۍ نه پس خپلو کورنو په لور روان وو،د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې چاودنو ذمه
وارى قبوله کړېده