کابل کښې ځانمرګي بريد کښې څلوراهلکار په حق رسيدلي

0
195
کابل کښې ځانمرګي بريد کښې څلوراهلکار په حق رسيدلي

د افغانستان کابل صوبه کښې د استخباراتي ادارے په اهلکارو ځانمرګي بريد شوے چې په نتيجه کښې څلوراهلکار په حق رسيدلي او شپږ ژوبل شويدي
د افغانستان داخله وزارت وياند نجيب دانش خبري ادارو ته وئيلي دي چې پغمان اولسوالۍ کښې د انټلي جنس ادارے د اهلکارو د ګاډو په قافله بمي چاودنه شوېده
د هغه وينا وه چې چاودنې په نتيجه کښې څلوراهلکار په حق رسيدلي او شپږ نور ژوبل شويدي
نجيب دانش زياته کړه چې دا چاودنه يو خود کش بمبار کړے او هغه د اين ډي ايس اهلکارو يو ګاډې په نښه کړې وو
د چاودنې ژوبل اهلکار نيزدي هسپتال ته منتقل کړي شوېدي