کابل کښې ځانمرګي حمله کښې دوه کسان په حق رسيدلي

0
21
کابل کښې ځانمرګي حمله کښې دوه کسان په حق رسيدلي

د افغانستان سرښار کابل کښې ځانمرګي حملې په نتيجه کښې دوه کسان په حق رسيدلي او لسو نه سيوا کسان ژوبل شويدي، آزادې سرچيني د مړه شوو کسانو شميره څلور ښائي،دا چاودنه د احمد شاه مسعود برسي نمانځونکې کسانو باندې شوېده
د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزئۍ خبري ادارو ته وئيلي دي چې کابل کښې د پخواني جهادي کمانډر احمدشاه مسعود برسي نمانځلو لپاره راجمع شوي کسانو باندې ځانمرګي چاودنه شوېده
د هغه وينا وه چې ځانمرګي بريد ګر په موټرسائيکل سور وو
حشمت ستانکزۍ زياته کړه چې د چاودنې په نتيجه کښې دوه کسان په حق رسيدلي دي ولې آزادي سرچينې وائي چې دې پيښه کښې څلور کسان مړه شوي دي
د دې حملې نه لږه شيبه مخکښې سيکيورټي فورسز کابل هوائي ډګر سره نزدې د احمدشاه مسعود برسي نمانځونکې کسانوپه قافله د ځانمرګي حملې کوشش ناکامه کړې وو او حمله کونکې ئې خپل هدف ته رسيدو نه مخکښې په ډزو وژلې وو