کابينه کښي د بدلون باوجود د حکومت سره هيڅ قسمه معاشي منصوبه نشته

0
22
سراج الحق د حکومت او آئي ايم ايف معاهده معاشي خودکشي ګرځولي

د جماعت اسلامي پاکستان امير سراج الحق وئيلي دي چه دوي حيران دي چي په مرکزي کابينه کښي د بدلون وروستو مبارکي پيپلز پارټي ته ورکړي که نه
کوز دير ګل آباد کښي د اغوش سنټر پرانستے په موقع تابياشوي دستورے او خبريالانو ته خبرو په وخت سراج الحق زياته کړه چه په نوي مرکزي کابينه کښي د نيمے نه زيات وزيرانو تعلق د پيپلز پارټي سره دے چه د پي ټي آئي په نوم حکومت کوي
هغه اوئيل چه په کابينه کښي د بدلون باوجود د حکومت سره هيڅ قسمه معاشي منصوبه نشته
نوے وزير خزانه د ائي ايم ايف په مرضي اخستے شويدے
د دے وزير خزانه په حواله د وړاندے نه د پي ټي آئي بيان په ريکارډ دے چه دا ملک کباړه کړيده
هغه اوئيل چه دکله نه د عمران خان حکومت جوړ شوے دے هره ورځ ده اولس دپاره د ګراني په صورت کښي د سختے او تکليف سره تيريګي
ده يو سوال په جواب کښي سراج الحق زياته کړه چه په دے وخت کښي ملک د دلدل نه ويستل دي د اولس مسئله صدارتي او پارليماني نظام نه ګراني ده
سراج الحق په اولس زور ورکښو چه په آ غوش سنټر ګل آباد کښي د يتيمانو د کفالت په غرض د دے سنټر سره مرسته اوکړي
دستورے ته د صوبائي اسبلي غړي همايون خان سره نورو هم ويناګانے اوکړے