کاروبارى خلقو صلاح مشورې مونږ دپاره ضرورى دى ، وزيراعظم

وزيراعظم عمران خان دجې آې ډې سي متعلق آرډينس واپس اخيستوفيصله کړي

وزيراعظم عمران خان سره کاروبارى خلقو ملاقات کړې او ملکى معاشى صورتحال باندې وزيراعظم سره خصوصى خبرې اترې شوى او معاشى پاليسى باندې صلاح مشورې هم شوى دى
وزيراعظم عمران خان سره بزنس کميونټى وفد کښې اعلى کاروبارى شخصيات او معيشت مختلفو شعبو نمائندګان شامل وو
په دې موقع مشير خزانه ډاکټر عبدالحفيظ شيخ ، مشيرتجارت عبدالرزاق داود ، ګورنر سيټيټ بنک ، چيئرمين ايف بى ار او نور اعلى افسران هم موجود وو
په دې موقع وزيراعظم عمران خان د کاروبارى شخصياتو نه معيشت په حواله صلاح مشورې واوريدې او وزيراعظم ووئيل چې کاروبارى خلقو سره زما معاشى ټيم به هر وخت په رابطه کښې وى چې څه هم کاروبارى خلقو ته مشکلات وى هغه به حل کولې شى