کالام،کمراټ او چترال لپاره هيلى کاپټر سروس شروع کولو فيصله شوې

کالام،کمراټ او چترال لپاره هيلى کاپټر سروس شروع کولو فيصله شوې

خيبرپختونخوا کښې به وس سيلګر په هيلې کاپټرو کښې چکرې وهې،د د سيلګرې صوبائې وزير عاطف خان وائې چې هيلې کاپټر سروس شروع کولو لړ کښې نجې کمپنۍ سره خبرې روانې دې
خيبرپختونخوا حکومت صوبه کښې سيلګرۍ ته وده ورکولو لپاره اهمه فيصله کړېده،د سيلګرۍ وزير عاطف خان ميډيا سره خبرو کښې وئيلې دې چې خيبرپختونخوا کښې سيلګرو لپاره هيلې کاپټر سروس شروع کولو فيصله شوې ده،وړمبې پړاو کښې به چترال،کمراټ او کالام لپاره هيلې سروس شروع کولې شې
عاطف خان تصديق کړې چې هيلې کاپټر سروس شروع کولو لړ کښې نجې کمپنۍ سره خبرې اترې روانې دې،لوظنامې نه پس به کرايه مقرر کولې شې
عاطف خان دا هم وئيلې دې چې صوبائې حکومت تخت بهائې آثار قديمه کښې د بدمت سټې جوړولو فيصله کړې ده او زمونږ حکومت مذهبې سيلګرۍ پروموټ کولو لپاره هم اقدامات پورته کوې