کالعدم تحريک طالبان پاکستان د خراسانى د وژنې تصديق کړې

کالعدم تحريک طالبان پاکستان د مفتى خالد بلتى عرف محمد خراسانى د وژنې تصديق کړې او ورسره ئې دا خبره کړې چې هغه نه خو د تحريک ترجمان وو او نه ورسره څه بله ذمه وارى وه

کالعدم تحريک طالبان پاکستان لخوا جارى شوې يو غيررسمى بيان کښې تصديق کړې چې خالد بلتى وژلې شوې خو هغه سره د تنظيم لخوا هيڅ قسمه ذمه وارى نه وه بيان کښې د دې خبرې هم ترديد شوې چې ګنى موجوده ترجمان محمد خراسانى خالد بلتى وو بلکې دا ئې منلې چې تنظيم سره وابسطه وو او نزدې وختونو کښې افغانستان کښې د جيل نه خوشې کړې شوې وو خالدبلتى څو ورځو وړاندې د افغانستان مشرقى ولايت ننګرهار کښې د نامعلومه وسله والو لخوا وژلې شوې او تراوسه ئې هيڅ يوې ډلې ذمه وارى نه ده قبوله کړې د خالد بلتى مړې په لسمه جنورۍ ګل په ورځ د ننګرهار کښې د پولې سره نزدې سيمې څخه موندلې شوې وو خالد بلتى د کالعدم تحريک طالبان پاکستان وړومبې او مهمو کمانډرانو کښې وو چې تعلق ئې د ګلګت بلتستان سره او دينى تعليم کراچۍ جامعه الرشيد نه ترلاسه کړې وو