کالعدم ټي ټي پي سره د مذاکراتو مقصدونو اوسه پورې نه دي حاصل شوي

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفير منصور احمد خان وئيلي دي چې کالعدم ټي ټي پي سره د مذاکراتو مقصدونو اوسه پورې نه دي حاصل شوي بايد چې حتمي نتائجو پورې د خبرو دا سلسله جاري وساتلي شي، منصور احمدخان خبردارې ورکړېدے چې مذاکرات او د ترهه ګرۍ بريدونه يو ځائې نه شي چليدې که کالعدم تنظيم سره د مذاکراتو څه نتيجه راونوتله نود دې مسئلې عسکري حل هم موجود دے
د امريکې يوې خبرې ادارے سره مرکه کښې منصور احمدخان وئيلي دي چې مسائل د جنګ جهګړو يا د طاقت استعمال په ذريعه نه حل کيږي او هم دغه وجه ده چې حکومت د کالعدم تنظيم سره موجوده کشاله د خبرو د لارې حل کول غواړي د هغه وينا وه چې کابل کښې د حکومت او کالعدم ټي ټي پي ترمينځ د مذاکراتو مقصدونو في الحال نه دي ترلاسه شوي او حتمي نتائجو پورې به دا سلسله جاري ساتل وي د پاکستان مختلفو ښارونو کښې د کالعدم تنظيم اوسني کارروائيو په حواله منصور احمد خان ووئيل چې داسې حالاتو کښې د امن مذاکراتو هدفونه ترلاسه کيدل ګران دي د يوې پوښتنې په جواب کښې هغه ووئيل که چرې ټي ټي پي سره د مذاکراتو څه نتيجه راونوتله نو د پوځي کارروائۍ حل هم موجود دے خو افغان طالبان غواړي چې کالعدم ټي ټي پي په معامله کښې پاکستان د صبر نه کار واخلي