کالعدم ټي ټي پي پرضد افغانستان دې کارروائي اوکړي، جيلاني

کالعدم ټي ټي پي پرضد افغانستان دې کارروائي اوکړي، جيلاني

دکالعدم ټي ټي پي پاکستان کښې حملو پرضد دې افغانستان کارروائي اوکړي، د نګران وزير خارجه جليل عباس جيلاني بيان، وائي چې افغانستان دې خپله زمکه د هيچا خلاف نه استمعالوي،نګران وزير خارجه وئيلي چې زمونږ بنيادي هدف ملک کښې شفاف او غير جانبدار ټاکنې کول دي،

غير ملکي ميډيا سره خبرو دوران نګران وزير خارجه وئيلي چې پاکستان د ترهه ګرې خلاف جنګ کښې قربانيانې ورکړيدي، ترهه ګر ګروپ د ګاوندي ملک نه کارروائي کښې ککړ دے، افغانستان دې دکالعدم ټي ټي پي پرضد
کارروائي اوکړي او خپله زمکه دې د نورو خلاف نه استمعالوي،
جليل عباس وئيلي چې زمونږ بنيادې هدف ملک کښې شفاف او غير جانبدار انتخابات کول دي،
هغه زياته کړه چې معاشي مضبوطي سياسي استحکام سره مشروط ده،
هغه دا هم وئيلي چې خليجي ملکونه د پاکستان شراکت دار دي، پاکستان کښې د سرمايه کارې زياتي موقعې موجود دي، خصوصي سرمايه کارې کونسل د لاندے سرمايه کارانو ته سهولتونه ورکولے شي،