کامران بنګش کال دوه زره شلم د بي ارټي منصوبي د مکمل کيدو کال ګرځولې دې

بلدياتي انتخابات به څښکال په فوري توګه کولے شي: کامران بنګش

بلدياتو دپاره د وزيراعلي معاون خصوصي کامران خان بنګش کال دوه زره شلم د بي ارټي منصوبي د مکمل کيدو کال ګرځولې دې او وئيلي دي چي په بي ار ټي د کرپشن په معامله احتساب ته تيار يو،
کامران بنګش سره صحافيانو چمکني سټيشن نه تر فردوس د بي ار ټي روټ دوره اوکړه، په دې موقع د پشاور ډيويلپمنټ اتهارټي چارواکي او نور متعلقه افسران هم موجود وو،
د پي ډي اے او نورو افسرانو کامران بنګش ته د بي ار ټي په منصوبه تفصيلي بريفنګ ورکړؤ
ميډيا سره د خبرو په وخت معاون خصوصي کامران بنګش اووئيل چي په بي ار ټي منصوبه ريکارډ کم وخت کښې زياتره کار مکمل شوې خو بيا هم اپوزيشن په دي منفي سياست کوي
هغوي زياته کړه چي په ريچ ون کار مکمل شوې او باقي پاتي کار به هم ډير زر مکمل شي
کامران بنګش اووئيل چي کال دوه زره شلم کښې به بي ارټي منصوبه ضرور مکمل کيږي،او بيابه ئي وزيراعظم عمران خان افتتاح هم کوي،هغوي بي ار ټي کښې د کرپشن تورونه رد کړي دي، معاون خصوصي اووئيل چې چې حکومت هر قسمه احتساب ته تيار دې