کراچي کښي اداره برائے امراض قلب د شديد مالي بحران سره مخ شويدي

کراچي کښي د زړه د بيماريانو لوئي هسپتال اداره برائے امراض قلب د شديد مالي بحران سره مخ شويدي او ټهيکدارانو دواياني او نور طبي الات ورکولو نه معذرت کړيدي
د سنده صوبي لويه سرکاري اداره کوم کښي چي د زړه د بيمارانو علاج کولي شي، د مالي بحران لوجي کار مشکلاتو سره مخ ده
ذرائعو ترمخه اداره برائے امراض قلب کښي د روزانه په بنياد سوونه مريضان راځي او مفت دواياني ورته ميلاويږي ولي د مالي بحران لوجي اداري ته د دوايانو او د نورو طبي الاتو فراهمي ودريدلي ده
د ټهيکدارانو وينا ده چي زمونږه زاړه بلونه هم نه دي ادا کړي شوي، نو ځکه مونږه د مزيد دوايانو فراهم کولو جوګه نه يو
ذرائعو ترمخه د اداري ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر نديم قمر د مالي بحران په اړه وزيراعلي ته خط هم ليږلي دي او د معاملاتو نه ئي خبر کړيدي
خط کښي ليکلي شويدي چي د فنډز د نيشتوالي په وجه اداره مريضانو ته دواياني او د علاج لپاره ضروري الات فراهم کولو کښي مشکلات لري
خط کښي غوښتنه شويده چي حکومت سنده دي زر تر زره اداره برائے امراض قلب ته فنډ جاري کړي چي د عام اولس علاج کښي مشکلات ختم