کراچۍ بلدياتي انتخابات کښی پيپلز پارټۍ تر ټولو زيات نشستونه ګټلي

کراچۍ کښی ترسره شوي بلدياتي انتخابات نتائج راتلو سلسله شروع شوی،ښار دوه سوه شپږ څلوښت یوسیز کښی تر دی دمہ پيپلز پارټۍ تر ټولو زيات نشستونه ګټلي دي.حيدر آباد کښی هم پيپلز پارټۍ میدان وهلی او په بلدیاتي انتحابات کښی یې اول نمبر ترلاسه کړی دی

کراچۍ کښی تیره ورځ ترسره شوي بلدیاتي انتخابات نتائج راتلو سلسله شروع شوی.د کراچۍ په دوه سوه شپږ څلوښت یوسیز کښی بلدیاتي انتحاباتو وخت پرون مزدیګرپنځه بجۍ سر ته رسیدلی خو نتائج یې د تاخیر ښکار شوي دي.تر دی دمه د شپاړس یوسیز غیر ختمي او غیر سرکاري نتائج جاري کیدو وروسته پيپلز پارټي تر ټولو مخکی ده او پنځلس یوسیز نشستونه یې ګټلي دي.پاکستان تحریک انصاف څلور او جے یو آئي ف ‌‌‌‌‌‌ډلۍ یو نشست ګټلی دی.حیدر آباد کښی ترسره شوي بلدیاتي انتحابات کښی درې زره یو سل یو نشستونو کښی پيپلز پارټۍ په اووه سوه یو اوویه نشستونو کامیابي ترسره کړی او په اول نمبرراغلی ده.همداسی په دوهم نمبر آزاد امیدوار کامیاب شوي او آته پنځوس نشستونه یې ګټلي دي.حیدرآباد کښی ترسره شوي بلدیاتي انتحابات کښی تحریک انصاف په څلور پنځوس او جي ‌‌‌‌‌‌ډي اے په یوولس نشستونو کامیابي ترلاسه کړی ده