کراچۍ ترهه ګرۍ مخ نیوي عدالت ایم این اے علي وزیر په یوه بله مقدمه کښی ضمانت درخواست منظور کړی

کراچۍ ترهه ګرۍ مخ نیوي عدالت ایم این اے علي وزیر په یوه بله مقدمه کښی ضمانت درخواست منظور کړی،منظور پشتون ټولو ته مبارکي ورکړی او وائي چې په آخري ایف آئي آر کښی هم د علی وزیر ضمانت منل شوی.علي وزیر رهائی په اړه له هم معلومه نده،ویل کیږي چې علي وزیر به خیبر پښتونخوا پولیس ته سپارل کیږي ځکه هلته هم پری یوه مقدمه درج ده.
کراچۍ ترهه ګرۍ مخ نیوي عدالت بندي ایم این اے علي وزیر ضمانت درخواست باندی محفوظ کړی شوی فیصله اورولې او هغه ته یې په یو بل مقدمه کښی ضمانت ورکړی دی.علي وزیر ته عدالت لخوا یو لاکھ روپۍ د مچلکو په توګه جمع کولو ویل شوي.ترهه ګرۍ مخ نیوي عدالت له دې وړاندی په درې مقدمو کښی علي وزیر ضمانت منلې او دا څلورمه مقدمه وه چې نوموړي پرضد د کراچۍ بوټ بیسن نومي تھاڼه کښی درج کړی شوی وه.علي وزیر په دی وروستیو ورځو شپو کښی ناروغه شوی او جیل نه هسپتال ته علاج لپاره هم وړلې شوی و‌ؤ چرته چې هغه څو ورځو پوری معدې تکلیف له وجې داخل و‌ؤ.علی وزیر ضمانت درخواست منل کیدو وروسته پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پشتون ټولو ته مبارکي ورکړی او لیکلي یې دي چې علي وزیر تر څنګ د دو‌ؤ نوره بندي کسانو ضمانت یې منل شوی،دی وائي چې دا آخري مقدمه وه چې علي وزیر پرضد په کراچۍ کښی درج شوی وه او وس یې پکی ضمانت منل شوی دی.څلور کیسونو کښی د علي وزیر ضمانت منل کیدو باوجود هم د هغه رهائي په اړه معلومات نشته.سرچینې وائي چې علي وزیر وس سنده پولیس لخوا خیبر پښتونخوا پولیس ته سپارل کیږي ځکه پرضد یې هلته هم یو ایف آئي آر درج دی او ممکن بنو جیل ته واستول شي