کراچۍ سپر هائي وئے باندې پولیس مقابلې په وخت یو ترهه ګر وژلې

کراچۍ سپر هائي وئے باندې پولیس مقابلې په وخت یو ترهه ګر وژلې،پولیس وائي چې د ملزمانو سره مقابلې په وخت دوه اهلکار هم ژوبل شوي دي
د کراچۍ سپر هائي وئے چکر هوټل سیمه کې نامعلومه ملزمان په پولیس مقابله دستي بم د لارې حمله کړې چې په نتیجه کې یې دوه اهلکار ژوبل شوي دي.له دې وروسته پولیس ملزمانو سره جوابي ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي چې پکې یو ملزم وژلی شوې دې.پولیس وائي چې څلور ترهه ګر په دوو موټر سایکلو راغلي و چې پکې یو وژلی شوې او د ده درې ملګري په تختېدو کې بریالي شوي دي .ایس ایس پي ملیر عرفان بهادر وینا ترمخه ژوبل اهلکاران یې علاج لپاره هسپتال ته رسولي او په سیمه کې یې ترهه ګرو لټون شروع کړی دی.وژل شوي ملزم د ولقې نه پولیس تمانچه برامد کړې او دستي بم حملې له وجې پولیس موبایل ته هم زیان رسېدلی دی