کراچۍ پوليسو کښې په لوئے کچ تبادلې شوې

0
9

کراچۍ پوليسو کښې په لوئے کچ تبادلې شوې چې پکښې څليريشتو نه زيات پوليس افسرانو تبادلې عمل کښې راوستې شويدي، تبادلو په وخت افسرانو نه انټرويوګانې ايډيشنل آئي جي کراچۍ ډاکټر امير شيخ اخيستې
سنده پوليسو کښې يو ځل بيا تبادلو سلسله شروع کړې شوې، په لوئے کچ تبادلو کښې د ښار څليريشتو نه زيات پوليس افسرانو تبادلې په مختلفو تهانړو او پوسټونو کښې شويدي
افسرانو تبادلو په وخت ايډيشنل آئي جي امير شيخ تبادلو په وخت افسرانو نه انټر ويوګانې اخيستي،تبادلو په دي خصوصي دستوره کښې ټولو افسرانو ته ايډيشنل آئي جي بريفنګ هم ورکړيدې
په ښار کښې دولسونه سيوا تهانړو ايس ايچ او ته احکامات هم جاري کړي شويدي
ذرائعو تر مخه د ښار بن قاسم، آرټلري ميدان، پريډي او ګذرۍ ايس ايچ او تبادلو امکان هم دې البته جيکسن، ماري پور، سرجاني ټاؤن او منګهو پير تهانړو کښې نوې تبادلې شويدي چې ورسره پاک کالونۍ، بلديه ټاؤن، شير شاه او سکهن کښې نوي ايس ايچ اوزبه هم بدليږي، د دي نه علاوه په لوئے کچ مختلفو افسرانو په نوؤ عهدو کښې پوسټنګونه هم شويدي