کراچۍ کښی پولیس او مظاهرینو ترمنځه جهړپ کښی پولیس اهلکار او مظاهره کوونکي ژوبل

0
28

کراچۍ خلجی ګوټ کښی پولیس او مظاهرینو ترمنځه شوي جهړپ کښی پولیس اهلکار او څه مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي.پولیس دعوه لري چی دوي منیشات خرڅونکو پرضد عمليات کړي ولی د سیمی خلق وائي چی پولیس په ډزو يو عام کس مړ او بل ژوبل شوی دی
د کراچۍ خلجي ګوټ سیمه کښی پولیس منشیات خرڅونکو پرضد کاروائی کړی ولی په دغه وخت منشیات خرڅونکو په پولیس ډزې کړي چی په نتیجه کښی ئی څه پولیس اهلکار ژوبل شوي دي،ایس ایس پي ملیر شیراز نذير ميډيا ته خبرو اترو په وخت ويلي چی ډزو په وخت ېی يو منشیات خرڅونکی ژوبل کړی دی،بلخوا په ياده سیمه کښی خلقو د پولیسو ډزو په وجه مړ شوي ځوان بلال مړې هائی ويئ په روډ يخی او احتجاج یی کړی دی ولی مظاهرين پولیس لخوا منتشر کولو لپاره هوائي ډزې او شیلنګ شوی دی،دا سیمی خلقو تور پوری کړی چی پولیس په ډزو عام ځوان وژلی او بل ئی ژوبل کړی دی.کراچی خلجی ګوټ سیمه کښی پولیس لخوا منشیات خرڅونکو تر مينځه شوی مقابلۍ وروسته پولیس دوه منشیات خرڅونکي نيولو دعوه کړی ولی علاقی اوسیدونکي وائی چی پولیس دا دوي لس کسان وړي دي. په یاده سیمه کښی مظاهره کوونکو په احتجاح لاس پوری کړی او د اختجاج په توګه ئی ګډاپ ټاؤن تهانړی باندی کاڼو وارونه هم کړي دي.مظاهرچيانو احتجاج وروسته څه وخت لپاره سپر هائی وئی سړک بند ساتلی شوی وؤ.
پولیس او رينجرز متاثره سیمه پخپله ولقه کښی اخیستی او حالت باندی ئی قابو موندلو لپاره کوششونه شروع کړي دي.