کراچۍ کښې داحساس پروګرام دفتر باندې لاسي بم حمله کښې يوکس مړ اواته ژوبل شوې

کراچۍ کښې داحساس پروګرام دفتر باندې لاسي بم حمله کښې يوکس مړ اواته ژوبل شوې

ګهوټکي اولاړکانه نه پس کراچۍ لياقت آبادکښې هم ترهګرواحساس پروګرام دفتر باندې لاسي بم حمله کړې چې پکښې يوکس مړ اواته کسان ژوبل شوې دې، ګهوټکي اولاړکانه پېښوکښې هم دوه رينجراهلکاربشمول درے کسان مړه شوي دي
تفصيلاتوترمخه کراچۍلياقت آباد کښې داحساس پروګرام دفترباندې ترهګرو لاسي بم حمله کړې چې پکښې يوکس مړ اواته کسان ژوبل شوي دي ترهګروپه احساس پروګرام دفترباندې لاسي بم دپُل نه غورځولې وؤکوم چې په يوموټرسائکل باندې راغلي وؤ احساس پروګرام دفتر انجمن اسلاميه ګورنمنټ اسکول کښې جوړکړې شوې دې پېښې نه روستوسيمه رينجرزاوپولسوپه خپله ولقه کښې اغستې
سي ټي ډي انچارچ مظهر مشواني ويلي چې حدف دسيکورټۍ اهلکاران وؤ او پېښه کښې لاسي بم استعمال شوې دې
ددے نه وړاندې سند ګهوټکي کښې هم ترهګروپه رنجرزکاړي باندي لاسي بم حمله کړې وه چې پکښې دوه رينجرز اهلکارانو بشمول درے کسان مړه شوي دي ترهګرحمله درينجرزپه ګاړي کړې وه چې پکښې اهلکار موجود وؤ چې ورسره دوه په لاره تلونکي هم په دحملې په ضد کښې راغلي وؤ،پېښې روستو مړه او ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شوي وؤ
رينجرزګاډوباندې حملونوټس ګورنرسند اووزيراعلي سند اغستې چې ورله وزيراعلي سند انکوائري هدايت هم کړې دې