کراچۍ کښې دسند په کچ اپوزيشن ډلو اے پي سي غونډه شوې

کراچۍ کښې دسند په کچ اپوزيشن ډلو اے پي سي غونډه شوې

کراچۍ کښې دسند په کچ اپوزيشن ډلو اے پي سي غونډه شوې چې پکښې داپوزيشن ډلوغړوسره سره ايم کيو ايم غړو هم ګډون کړې وؤ
تفصيلاتوترمخه سندپه کچ اپوزيشن ډلواے پي سي کراچۍ کښې دجي يوآئي مشر فضل الرحمان په سرپرستۍ کښې شوې چې پکښې داپوزيشن ډلو سره ايم کيوايم دوؤ غړو هم ګډون کړې وؤ
اے پي سي روستو مشرترکه اعلامېئ کښې ويلي شوي چې پاکستان بدترينه حالاتونه تېريږي او په داسي حالاتوکښې په آئين کښې ترميم دعقلمندۍ خبره نه ده
اعلاميي کښې فېصله شوي چې داتلسم ترميم په اړه ټول سازشونه به ختمول غواړي او که چرې داتلسم ترميم پرضد ګام پورته کړې شو نوټولې سياسي ډلې به داتلسم ترميم دتحفظ په خاطر مشترکه جدوجهد به عملي کوي
اے پي سي کښې دافيصله هم شوي چې اين ايف سي کښې دصوبوپه برخې کښې په هېڅ صورت کمې به نه قبلولې کيږي
اعلامي کښې داهم ويلي چې مشترکه مفاداتوکونسل غونډه هرې درے مياشتي پس د رابللو مطالبه کړې چې دصوبوترمنځۀ آئيني حقوقو مسئلے په وخت حل کولې کيږي
اے پي سي کښې داخبره هم شوې چې موجوده بجټ دملک په تاريخ بدترينه بجټ دي دکوم په وجه چې ګرانۍ کښې اضافه روانه ده او دروپۍ په قدر کښې مسلسل کمې روان دې چې له عمله خلق په خودکشو مجبوره شوې دې
آل پارټي کانفرنس کښې داسټيل مل دملازمنودبرطرفۍ سخته غندنه شوې او دحکومت نه مطالبه کړې چې دا ظالمانه فيصله دې واپس واغستې شي
اے پي سي کښې ددے خبرې هم غندنه کړې شوې چې حکومت پاکستان ميګا پروجيکټ سي پيک کښې خنډونه اچوي، غونډه کښې دکروناوبا په اړه حکومتي غېرسنجيدګۍ باندې هم تشويش ظاهرکړې دې او ويلي چې ټولوسياسي ډلودحکومت سره تعاون کړې خو حکومت خپل دغېرسنجيدګۍ په وجه کرونا په روغ پاکستان کښې خورکړې دې
غونډه کښې ددے خبرې خدشه هم ظاهره کړې شوې چې په نړۍ کښې پي آئي اے بدنامه ول اوبيا ددے اثاثے په خرڅولو په شا لوئے سازش روان دې