کراچۍ کښې طيارے پيښې کښې پحق رسيدلې دوه ديرش مړو شناخت شوي

کراچۍ کښې طيارے پيښې کښې پحق رسيدلې دوه ديرش مړو شناخت شوي

د پي آئي اے ترجمان وئيلي دي چې کراچۍ کښې تباه شوې طيارے پيښې کښې پحق رسيدلې دوه ديرش مسافرو مړي د شناخت نه پس خپلوانو ته سپارلي شويدي، هغه وائي چې څلور مړي به نن اسلام آباد او لاهور ته روانه کولې شي
د پي آئي اے ترجمان ترمخه د طيارے پيښې کښې پحق رسيدلې مسافرو د لاشونو شناخت عمل روان دې، او په دې عمل کښې پي آئي اے د ډي اين اے ټيسټ لپاره ټول متعلقه ادارو سره مرسته کوي
هغه اوئيل چې تر دې دمه پحق رسيدلي دوه ديرش مسافرو مړي د شناخت نه پس خپلوانو ته په حواله کړې شويدي، دې وخت اين ډي ايم پنجاب او سند حکومت ټيمونه په شريکه کار کوي
ترجمان زياتوي چې څلور مړي به نن اسلام آباد او لاهور ته راونه کولې شي، پحق رسيدلې کسانو خپلوان د ټول صورت حال نه مسلسل خبر ساتلې کيږې

blank