کراچۍ کښې نامعلومه کسانو په ډزو د پۍ ايس بۍ غړۍ عبدالحبيب وژلې

0
43
کراچۍ کښې نامعلومه کسانو په ډزو د پۍ ايس بۍ غړۍ عبدالحبيب وژلې

د کراچۍ سخۍ حسن چورنګۍ سره نزدې نامعلومه کسانو په ډزو د پۍ ايس بۍ غړۍ او چيمبر آف کامرس رکن عبدالحبيب وژلې دې، بلخوا آئۍ جۍ سند د پيښۍ نوټس اخيستو ورستو رپورټ طلب کړيدي
د کراچې سخۍ حسن چورنګۍ سره نزدې د ټارګټ کلنګ ښکار شوې کس شناخت عبدالحبيب په نوم شوي،پوليس وائې چې نامعلومه تنانو د هغه په ګاډې ډزې کړيدې، پحق رسيدلې تن نه د کراچۍ چيمبر آف کامرس کارډ ميلاؤ شوي
تفتيشي سرچينې زياتوې چې په دوه موټرسائيکلو سواره څلور ملزمانو واردات کړيدي، دپيښې ځائے نه به جيو فينسنګ او د ګاډي فرانزک به کولې شي، ولي د پيښي خواؤ شا د سۍ سۍ ټۍ وۍ کيمرو فوټيج به هم ترلاسه کولې شي
د پۍ ايس پې ترجمان مطابق حبيب د پي ايس يوسل دويشت نه د هغوي پاړتي اميدوار وو، پۍ ايس پې حبيب په قتل کښي ککړ ملزمانو او د هغوې سهولت کارانو زر تر زره ګرفتارولو غوښتنه کړيده
بلخوا آئۍ جۍ سند د ايس ايس پۍ سينټرل نه تفصيلې انکوائرۍ رپورټ غوښتې دي، سند وزيراعلۍ هم د ايډيشنل آئۍ جۍ نه رپورټ طلب کولو سره د قاتلانو ګرفتاري هدايت ورکړيدي