کراچۍ کښې وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې د ښار ټرانسفارميشن پلان غونډه شوېده

کراچۍ کښی وزیر اعظم عمران خان په مشرې کښی د ښار ټرانسفارمیشن پلان غونډه شوی،وزیر اعظم منصوبۍ په وخت مکمل کولو او کراچۍ خلقو ته ثمرات راسولو هدایت کړی،عمران خان بلوجستان لسبیله دورې په وخت ونې لګونکو کردار هم ستایلې دی.

ګورنر هاوس کراچۍ کښی وزیر اعظم عمران خان په مشرائی کښی کراچي ټرانسفارمیشن پلان اجلاس شوی چې پکی متعلقه چارواکو لخوا وزیر اعظم ته وفاق لخوا روانو منصوبو په اړه بریفنګ ورکړی شوی دی.اجلاس په وخت وزیر اعظم عمران خان ته پاکو اوبو،ټرانسپورټ منصوبو او داسب د نور روان ترقیاتي کارونه په وخت مکمل کولو ویل شوي دي.اجلاس دوران وزیر اعظم متعلقه چارواکو ته هدایت کړی چې وفاق لخوا روانې منصوبې ته پخپل وخت مکمل کړی شي او د کراچۍ خلقو ته دی ثمرات ورسولې شي.وزیر اعظم عمران خان کراچۍ کښی روانې منصوبۍ د وفاق اولین ترجیح یاده کړی او واضحه کړی یې ده چې وفاق به د کراچی خلقو لپاره سهولیات برابروي.وفاقي وزیر اسد عمر هم د وزیر اعظم عمران خان په مشرائی کښی شوي اجلاس یادونه کړی او وائي چې وزیر اعظم عمران خان ټوله توجو کراچی ترقیاتي کارونو ته ورکړی ده.وزیر اعظم عمران خان کراچۍ کښی د اجلاس مشرائي کولو وروسته بلوچستان لسبیله ته تللې او هلته یې مقامي خلقو او د پارټ کارکنانو لخوا لګول شوي بوټو په دستوره کښی ګډون کړی دی.وزیر اعظم عمران خان دستوری ته واضحه کړی چې پاکستان د الله پاک لخوا یوه لویه تحفه ده او دا چې لسبیله او نوره ځایونو کښی د سیلګرۍ لپاره کار وکړو چې دلته سیلانیان رامات شي.