کراچۍ ګرين لائن بس منصوبې لپاره څلويښت بسونه کراچۍ ته رارسيدلى

کراچۍ ګرين لائن بس منصوبے لپاره څلوېښت بسونه کراچۍ ته رارسېدلي په دې موقع وفاقي وزيراسد عمر او ګورنر عمران اسماعيل دستورے کې ويلي چې سند صوبې اولنې ماس ټانزټ منصوبه به ډېر زر دوولس لپاره شروع شي چې ورسره جمعرات په ورځ دسرکلر ريلوې منظوري به هم ورکړې شي

تفصيلاتوترمخه کراچۍ ګرين لائن منصوبې لپاره څلوېښت بسونه کراچۍ ته رارسېدلي، خبريالو ته خبروپه وخت وفاقي وزير اسد عمر ويلي چې څلوېښت بسونه راؤ رسېدل او په راتلونکې مياشت کې څلوېښت بسونه به نور رازي هغوې ويلي چې ټولونه اول ګرين لائن بسونه وؤ چې کراچۍ ته راؤ رسېدل په دې منصوبه اويشت اربه روپۍ لږښت راغلې، په دي بسونو کې سافټ ويئر به اسټاليږي او دغه رنګ په دوؤ مياشتوکې دا بسونه به دکراچۍ په سړکونو چليږي اسد عمر ويلي چې کراچۍ ټرانسفارميشن پيکيج کې پنځه غټې منصوبې دي په کومو چې کارپه تېزۍ روان کړې شوې، اميد لرم چې راتلونکې جمعرات نه کراچۍ سرکلر ريلوې منظوري به هم ورکړې شي ددے سره سره ګجرناله، ګورنګۍ او محمود آباد نالو سره سره څلورپنځوس کلوميټره سړکونه به هم جوړيږي ګورنرسند عمران اسماعيل په دې موقع ويلي چې دخوشالۍ خبره ده چې نن مونږ په خپل مشن کې کامياب شوي وؤ ځکه چې دسند اولنۍ ماس ټرانزټ منصوبه دوفاق په تعاون سر ته رسېدلې