کراچۍ ګډاپ سيمې پيښې کښې پولسو درے مقدمې درج کړي دي

0
23
کراچۍ ګډاپ سيمې پيښې کښې پولسو درے مقدمې درج کړي دي

کراچۍ ګډاپ سيمه کښې پرون منشيات پروشو پرضد اپريشن په وخت يو بے ګناه تن وژني په بابله پولسو درے مقدمې درج کړي دي او پلټنې يي شروع کړي
ايس ايس پي ملير شيراز نذير ويلي چې پرون ګډاپ ټاؤن کښي منشيات پروشو پرضد اپريشن پيل کړے شوې وؤ چې پکښې دډزو په وخت يو په لاره تلونکې ځلمې لګېدلې وؤ، هغوي ويلي چې ددے معاملے لپاره پولسو درے مقدمې درج کړي دي چې پکښي يوه مقدمه دپولسو دچهاپې په وخت پولسو سره مقابلې په اړه درج کړے دويمه مقدمه دمنشيات پروشوپر ضد درج کړے شوې ده او دريمه مقدمه دځلمي دوژنې پر ضد درج کړے شوې ده
ايس ايس پي ملير ويلي چې په دے اړه پلټنې هم پيل کړے شوې دي چې پکښې ددے خبرے وضاحت وکړې شي چې دابے ګناه تن دپولسود ډزو او که دمنشيات پروشولخوا دډزونه وژلې شوې دے ، هغوي ددے خبرے باور ورکړے دے چې ټولې مقدمې به منطقي انجام ته رسول غواړي
ياده دې وي چې پرون دګډاپ ټاؤن په سيمه کښې پولسواو منشيات پروشو ترمنځه مقابلے په وخت ځلمې بلال وژلې شوې وؤ دکومې پس چې دسيمې خلقو سخت احتجاج هم کړے وؤ