کرتارپور د سک ورولې لپاره يو مقوس مقام دے، فردوس عاشق اعوان

ټول پاکستان د کشميريانو د حق خوداراديت لپاره يو آواز شوېدے: فردوس عاشق اعوان

کرتارپور د سک ورولې لپاره يو مقوس مقام دے،پاکستان د سک ورولۍ مذهبي جذباتو احترام کوي، د معاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان ټويټس، وئيلي دي چي کرتارپور راهداري دنيا کښې د بين المذاهب هم اهنګي يو بهترين مثال دے
د طلاعاتو لپاره د وزير اعظم مرستيالې فردوس عاشق اعوان ټويټس کړي، وئيلي دي چي مونږ ته پاکستان بيرغ کښې څومره شين رنګ عزيز دے دومره راته سپين رنګ هم عزيز دے، پاکستان په ټوله نړۍ کښې د اقليت حقوق لپاره پر عزم دے ۔
فردوس وائي چي کرتار پور د سک برادرې لپاره يو مقدس مقام دے، او پاکستان د سک ور ور ولې مذهبي جذباتو احترام کوي،
فردوس مطابق موجوده وخت کښې انتها پسندۍ او عدم برداشت واقعاتو کښې کرتارپور راهداري دنيا ته د انسانيت او احترام پيغام ورکوي ،
معاون خصوصي زياته کړيده چي د کرتارپور راهداري منصوبي مقصد سکهانو ته خپل مذهبي رسومات ادا کولو کښې آزادۍ او اسانتياګاني ورکول وو