کروناوائرس ټوله نړۍ کښې په تيزۍ سره خوريږي

کروناوائرس ټوله نړۍ کښې په تيزۍ سره خوريږي

کروناوائرس ټوله نړۍ کښې په تيزۍ سره خوريږي، تاهم ښه خبره دا ده چې د دې مرض متاثره اکثره مريضان صحت ياب کيږي
د کروناوائرس مريضانو ريکارډ جمع کوونکې ويب سائټ ورلډ او ميټر مطابق کروناوائرس يوسل دري پنځوس ملکونو کښې په تيزۍ سره خور شوے، تر اوسه پورې يولاک اووه پنځوس زره نه سېوا کسانو کښې د دې وائرس تصديق شوے چې پکښې په مجموعي توګه پينځه زره اته سوه يوکم څلويښت مريضان مړه او تقريباً شپږ اوويا زره پورې کسان صحت ياب شويدي،د ويب سائټ مطابق ټولو نه زيات وائرس نه متاثره ملک چين چې پکښې اتيا زره نه زيات خلقو کښې د وائرس تصديق شوے، په دغه کسانو کښې درې زره يوسل نهه نوي کسان مړۀ او شپږ شپيته زره نهه سوه نه سېوا کسان د کرونا وائرس نه صحت ياب شويدي، هم دغه رنګ په دويم نمبر اټلي دے چرته چې پينځه ويشت زره نه زيات کېسونه مخې ته راغلي او دوه زره پکښې صحت ياب شويدي، په دريم نمبر ايران دے چرته چې دولس زرو نه زيات کيسونه مخې ته راغلي او څلور زرو نه زيات پکښې صحت ياب شويدي