کرپټو کرنسى بټ کوئن مارکيټ کريش

د کرپټو کرنسي بټ کوئن مارکيټ کريش شويدے، تېرو دوه ورځو دوران د يو بټ کوئن ويليو پينځلس زره ډالره پورې راغورځېدلې ده او دا وخت د يو بټ کوئن قيمت يوکم پنځوس زره ډالره ته راپريوتے دے، د کوئن مارکيټ ذرائعې وائي چې بټ کوئن د مارچ د مياشتې راهسې د ټولو نه په کم قيمت کښې ټريډ کيږي

د کرپټو کرنسي مارکيټ نه شپږ ويشت اربه ډالر رقم وتلو ورستو د ويليو په لحاظ سره د ټولو نه لوئي ډيجيټل کوئن مارکيټ بټ کوئن کريش شويدے، کوئن مارکيټ ذرائعو ترمخه په تاريخ په وړومبي ځل تېره ورځ د بټ کوئن ويليو څلور فيصده او تېرو دريو څلور ورځو دوران په مجموعي توګه دري ويشت فيصده غورځيدلې ده، د يوبټ کوئن قيمت کښې تقريباً پينځلس زره ډالره کمے شوے او دا وخت د يو بټ کوئن قيمت يوکم پنځوس زره ډالره کښې ټريډ کيږي، ماهرين وائي چې د بټ کوئن په قيمت کښې مزيد ګراوټ هم متوقع دے