کرکټ ورلډکپ :انګلينډ ټاس ګټلے او د وړومبي بيټنګ فيصله کړې

د کرکټ ورلډکپ سنسني خيز مقابلې جاري دي،چيسټرلي سټريټ کښې کوربه ټيم انګلينډ ټاس ګټلے او د وړومبي بيټنګ فيصله کړې، دا وخت ئې د نيوزي لينډ خلاف بيټنګ جاري دے
د ميګاايونټ ګروپ ميچونه په سنسني خيز مرحله کښې داخل شويدي، چيسټرلي سټريټ کښې انګلش ټيم ټاس ګټلے او د وړومبي بيټنګ فيصله ئې وکړه، دا وخت ئې د نيوزي لينډ خلاف بيټنګ جاري دے،سيم فائنل ته د رسائۍ لپاره انګلينډ ته نن آخري موقع ده، که چرې انګلينډ ټيم ننني ميچ ګټلو کښې کامياب شي نو د آسټريليااو بهارت نه پس به انګلينډ ټيم هم سيمي فائنل ته کواليفائي وکړي،د انګلش ټيم ناکامۍ په صورت کښې به د پاکستان سيمي فائنل ته د رسائۍ امکانات روښانه شي، ياده دې چې آسټريليا، بهارت د ورلډکپ سيمي فائنل لپاره کواليفائي کړېده