کرکټ ورلډ کپ ميچ نن د انډيا او بنګله ديش ترمنځه لوبيګي

کرکټ ورلډ کپ ميچ نن د انډيا او بنګله ديش ترمنځه لوبيګي

په انګلينډ کښې روان کرکټ ورلډ کپ دوزره نورولسم يو بل ميچ به نن په برمنګهم کښې د انډيا او بنګله ديش ترمنځه لوبيګي ۔ ميچ به پاکستاني وخت مطابق ماسپښين دوا نيمې بجے شروع کيږي
کرکټ ورلډ کپ دوزره نورلسم کښې د ټيمونو ترمنځه مقابلې اولني راونډ آخرنئې او دلچسپ مرحلے ته داخل شويدي ۔اولنئې مرحله کښې به په مجموعي توګه اته څلويښت ميچونه کيږي ، چې پکې تر دے مهاله يو کم څلويښت ميچونه لوبولي شويدي ، نن به د ايونټ څلويښتم ميبچ کښې انډيا او بنګله ديش يو بل ته مخامخ کيږي ۔ ورلډ کپ سيمي فائنل زغل کښې ځان جوندے ساتلو دپاره بنګله ديش ته دغه ميچ ګټل ډير مهم دي ۔ ځکه چې تر دے مهاله بنګله ديش اووه ميچونو کښې درې ګټلي ،درې بيللي او يو ميچ د باران د وجې متاثره شويدې ۔ بلخوا انډيا پوزيش ډير مستحکم دے ، انډيا په اووه ميچونو کښې پنځه ګتلي يو بيللے او يو د باران د وجې متاثره شويدې ۔ ورلډ کپ پوائنټس ټيبل باندے انډيا يوولس پوائنټس سره په دويم او بنګله ديش اووه پوائنټونو سره په اووم نمبر موجود دے