کرکټ ورلډ کپ کښې به نن د کوربه ټيم انګلينډ او افغانستان ترمينحه مقابله وي

0
116

د آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ په څليرشتم ميچ کښې به نن د کوربه ټيم انګلينډ او افغانستان ترمينحه مقابله وي،ميچ به ماسپښين دوه نيمې بجې مانچسټر کښې شروع کيږي
کوربه ټيم انګلينډ او افغانستان ميګا ايونټ کښې خپل څلور څلور ميچونه لوبولي، انګلينډ په څلور ميچونو کښې درې ګټلي او يو ئې بائيللے دے او د شپږ پوائنټو سره په پوائنټس ټيبل باندې په څلورم نمبر موجود دے، ولې افغانستان څلور ميچونه کړي او په څلور واړه کښې د ناکامۍ سره مخ شويدے او د صفر پوائنټس سره د ټيبل په آخري يعني په لسم نمبر موجود دے، واضحه دي وي چې د ميګا ايونټ سيمي فائنل لپاره به پوائنټس ټيبل باندې موجود ټاپ فور ټيمونه کواليفائي کولے شي#