کشمير کښې د لوئي انساني الميه پيدا کيدو انديښنه ده: مليحه لودهي

کشمير کښې د لوئي انساني الميه پيدا کيدو انديښنه ده: مليحه لودهي

يو اين کښې د پاکستان مستقل مندوبي مليحه لودهي وئيلي دي چي د کشمير صورتحال ورځ تر بله خرابيږي، په دويمه مياشت جاري کرفيو له وجي د کشميريانو ژوند مشکلاتو سره مخ دے، مليحه لودهي مطابق کشمير کښې د بشري حقوق خلاف ورزياني جاري دي، هلته د لوئي انساني الميه پيدا کيدو انديښنه ده،
اقوام متحده کښې د پاکستان مستقل مندوبي مليحه لودهي د يو اين جنرل سيکريټري انتينو ګوټيرس سره ملاقات کړيدے، ملاقات دوران مليحه لودهي اووئيل چي کشمير خصوصي حيثيت ختمولو سره د خطے امن په خطره کښې پريوتے دے،
پاکستاني استازي اووئيل چي کشمير يو بين الاقوامي متنازعه علاقه ده او دي معامله کښې بهارت د عالمي قوانين او سلامتي کونسل قراردادونو ښکاره خلاف ورزياني کوي،
مليحه لودهي مطابق کشمير کښې په دويمه مياشت کرفيو نافذ ده، د انساني حقوق خلاف ورزياني رواني دي، کشميريان د سخت دور نه تيريږي بائد چي متحده قامونه د کشمير مسلي پرامن حل راوباسي