کشمیر کښې په هندي پوځیانو د حملے وروسته د خبرو وخت ختم شوی: نريندرمودي

0
330
کشمیر کښې په هندي پوځیانو د حملے وروسته د خبرو وخت ختم شوی: نريندرمودي

د هند وزيراعظم نريندرمودي وئيلې دي چې کشمیر کښې په هندي پوځیانو د حملے وروسته د خبرو وخت ختم شوی، او د دې وخت رارسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي، دا هم وئيلي چې چوپه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول پخپله ترهګرۍ ته وده ورکول دي
يوې بهر ملکې خبري ادارے ترمخه په نوي ډيلي کې د ارجنټاین مشر سره ملاقات وروستو مودي ميډيا ته اوئيل چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر ضد یو موټي شي
هغه اوئيل چې اوس هند نور د ترهګرو پر ضد له ګام اخیستو نشي په شا کېدلی، او که داسې کوي نو دا به ترهګرۍ ته د وده ورکول وي
ياده دې وي چې تيره هفته د مقبوضه کشمير پلوامه سيمې کښې د هند په پوځيانو ځانمرګي برید شوې وو چې په کښې څلويښت نه سيوه اهلکاران وژل شوي وو