د ن ليګ نائب صدر او چيف آرګنائزر مريم نواز وئيلي چي کله بينچ سازي منصفانه نه وي نو فيصلي څنګه منصفانه کيدے شي ، جسټس منصور او جسټس مندوخيل فيصله بينچ فکسنګ په معامله د ن ليګ بيانيے ګټه ده
لاهور ماډل ټاون کښې مريم نواز په مشري کښې پارټي ترجمانانو مهمه غونډه شوي ، غونډه کښې نواز شريف خلاف شوي عدالتي فيصلي ، عمران خان کرپشن حقائق ، پارټي موقف او پاليسياني اولس ته په ډاګه کولو فيصله کړلي شوي
په دغه موقع وينا کښې مريم نواز اوئيل چي جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال خان مندوخيل فيصله بينچ فکسنګ په معامله د ن ليګ بيانيئے ګټه ده ، چي کله بينچ سازي منصفانه نه وي نو فيصلي څنګه منصفانه کيدے شي
مريم نواز اوئيل چي عمران خان خلاف کرپشن ، ټيريان ، فارن فنډنګ او توشه خانه کيس کښې ناقابل ترديد ثبوتونه موجود دي او عدليه کښې موجود عمران خان سهولت کاران به زر بے نقاب شي
مريم نواز اوئيل چي نواز شريف خلاف کيسونو او فيصلو کښي د آئين او قانون پاسداري نده شوي ، عدليه کښي د عمران خان سهولت کار موجود دي او زر به دغه ټول سهولت کاران بي نقاب کړلي شي
مريم نواز داهم اوئيل چي عمران خان په ځائے د ملک مستقبل فکر پکار دے ، عمران حکومت کښې د ملک تباهي شوي او ن ليګ به نواز شريف او شهباز شريف په مشري کښې د ملک ترقي سفر دوباره شروع کوي