کندهار او تخار کښې د طالبانو او امنيتي اهلکارو ترمينځه نښتو کښې اتلس جنګيالي وژلي شويدي

د افغانستان په کندهار او تخار ولايتونو کښې د طالبانو او امنيتي اهلکارو ترمينځه نښتو کښې اتلس جنګيالي وژلي شويدي،نښتو دوران نهه سيکيورټي اهلکار هم پحق رسيدلي دي
د کندهار د والي دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې ارغنداب اولسوالۍ کښې د امنيتي اهلکارو او طالبانو ترمينځه نښته شوي چې پکښې دوانړو غاړو ته مرګ ژوبله اوړيدلي ده
بيان ترمخه دا نښته هغه مهال شوي کله چې ګڼ شمير طالبانو د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو حملي وکړي
بيان کښې زياته کړي شوې چې د وسله والو حملو لوجي پنځه پوليس اهلکار پحق رسيدلي او دوه ژوبل شويدي ولي جوابي کارروائې دوران اتلس طالبانو هم وژلي شويدي
بلخوا تخار ولايت کښې هم د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو وسله والو حملي کړيدي
د تخار د والي وياند جواد هجري خبري ادارو ته وئيلي دي چې د دې حملو په نتيجه کښې څلور سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي او څلور نور ژوبل شويدي