کندهار ولايت کښې په چيک پوسټونو طالبانو حملو کښې 17 اهلکار شهيدان شوي

0
189
کندهار ولايت کښې په چيک پوسټونو طالبانو حملو کښې 17 اهلکار شهيدان شوي

د افغانستان په کندهار ولايت کښې طالبانو د پوليسو په چيک پوسټونو حملي کړي چې په نتيجه کښې اوولس اهلکار شهيدان شوي او پنځلس ژوبل شويدي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه ګڼ شمير وسله والو د سپين بولدک او ښورابک اولسواليو ترمينځه لوئې لارې باندې د پوليسو په چيک پوسټونو حملې کړېدي
خبري ادارو د سيکيورټي فورسز سرچينو په حواله وئيلي دي چې د حملو په نتيجه کښې اوولس اهلکار شهيدان او پنځلس ژوبل شويدي
دغه رنګ وسله والو لس پوليس اهلکار د ځان سره بوتلي هم دي
د کندهار د والي وياند عزيز احمد هم د دې حملو تصديق کړېدے او وئيلي ئې دي چې حملو کښې د مرګ ژوبلې په حواله معلومات ترلاسه کيدو وروستو به دا ميډيا سره شيئر کولې شي
د طالبانو وياند قاري يوسف د دې حملو ذمه واري قبوله کړې او دعوي ئې کړېده چې د حملو لوجې درې پوليس افسرانو په ګډون نهه ديرش اهلکار وژلي شويدي