کندهار کښې د مائن چاودنې لوجې د يوې کورنې شپږ کسان په حق رسيدلي دي

د افغانستان کندهار ولايت کښې د مائن چاودنې لوجې د يوې کورنې شپږ کسان په حق رسيدلي دي بلخوا سيکيورټۍ اهلکارو کندوز او بغلان ولايتونو کښې د طالبانو د جيلونو نه اووه څلويښت کسان بازياب کړيدي
د کندهار پوليسو ترجمان قسيم آزاد خبري ادارو ته وئيلي دي چې ډنډ اولسوالۍ کښې د ملکي وګړو په يو ګاډي مائن چاودنه شويده
د هغه وينا وه چې د چاودنې په نتيجه کښې د يوې کورنۍ شپږ کسان په حق رسيدلي دي
قسيم آزاد زياته کړه چې په حق رسيدلي کسانو کښې دوه ماشومان او دوه زنانه هم شامل دي
بلخوا داخله وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي چې امنيتي اهلکارو بغلان او کندوز ولايتونو کښې د طالبانو دوه جيلونه مات کړي او دغلته قيد اووه څلويښت کسان ئې بازياب کړيدي
د داخله وزارت ترجمان نصرت رحيمي وينا تر مخه بازياب کړي شوي کسانو کښې اوولس سيکيورټۍ اهلکار هم شامل دي