کندوز کښې د طالبانو حملې کښې د افغان فوج نهـ ديرش اهلکار په حق رسيدلى

0
204
امريکې د افغان طالبانو سره د نېغ په نېغه مذاکراتو خبرونه رد کړي

د افغانستان کندوز ولايت کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو حملې په نتيجه کښې د افغان فوج نهـ ديرش اهلکار په حق رسيدلى او د دفاع وزارت ترجمان جوابى کاروائۍ په مهال د پنځوس جنګيالو د وژنى دعوى کړېده
د کندوز پوليسو مشر محمديوسف ايوبى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې ګڼ شمير طالبانو د دشت ارچى اولسوالۍ په پُل مومن سيمه کښې د امنيتى اهلکارو په چيک پوسټونو حملې کړى دى
د هغه وينا وه چې حمله کښې د ملى اُردو ديرش اهلکار په حق رسيدلى او لس ژوبل شوى دى ولې آزادې سرچينى د مړه شوؤ اهلکارو شميره نهـ ديرش ښائى
د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش هم د کندوز حملې تصديق کړى او خپل يو بيان کښې ئې وئيلى دى چې سيکيورټى فورسز د دې حملو موثره جواب هم ورکړېدے
بيان کښې زياته کړى شوى ده چې د وسله والو په ضد د امنيتى اهلکارو زمکنى او فضائى کاروائۍ دوران پنځوس طالبان وژلى شوى دى